۰

اروپايي ټولنه له افغانستان سره کابو درې میلیون یورو مرسته کوي

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۴
 اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه د کابو درې میلیون یورو مرستې اعلان وکړه.
اروپايي ټولنه له افغانستان سره کابو درې میلیون یورو مرسته کوي
 اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه د کابو درې میلیون یورو مرستې اعلان وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د دې ټولنې د استازولی دفتر پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه مرستې له کولو خبر ورکړی دی.

سرچینه وايي،  دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کووېډ- ۱۹ ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي کووېډ-۱۹ د نړۍ ګڼ هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی پوروړي کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي سره له دې چې افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کرونا له امله مخ په ځوړ عواید د زیانمنتیا کچه پورته وړې ده.

دغه راز اعلامیه کې د هغو ۱۴۷ میلیونو یورو مرستې یادونه هم شوې چې د دې ټولنې له خوا د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو د کنټرول لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي