۰

امریکا:تر مۍ پورې له افغانستانه د سرتېرو ایستل ګران کار دی

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۴
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له تخنیکي پلوه د مۍ میاشتې تر لومړي پورې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ایستل ستونزمن کار دی.
امریکا:تر مۍ پورې له افغانستانه د سرتېرو ایستل ګران کار دی
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له تخنیکي پلوه د مۍ میاشتې تر لومړي پورې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ایستل ستونزمن کار دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي په یوه خبري غونډه کې ویلي بایډن باوري دی چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان د سرتېرو ایستل ګران کار دی.

نوموړي زیاته کړې، نه یوازې له سیاسي او امنیتی لحاظه بلکې له تخنیکي او لوجستیکي پلوه هم تر مې میاشتې پورې له افغانستان د پاتې عسکرو ایستل ګران کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دوه ځلې ویلي وو چې تر مې میاشتې پورې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل ورته ناشونی کار برېښي.

امریکا د رسمي شمېرو له مخې دمګړی شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر په افغانستان کې لري چې نړیوالې رسنۍ بیا دا شمېره تر ۳۵۰۰ پورې ښيي.

د دوحې له هوکړې سره سم امریکا اړ ده چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل ټول عسکر له افغانستان وباسي، خو اوس وايي، دا کار اوس مهال ستونزمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي