۰

افغانستان کې د اوبو ۴۴ نور بندونه هم جوړېږي

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۸
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، ټاکل شوې د اوبو د ۴۴ لویو بندونو جوړولو کارونه پیل شي.
افغانستان کې د اوبو ۴۴ نور بندونه هم جوړېږي
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، ټاکل شوې د اوبو د ۴۴ لویو بندونو جوړولو کارونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ویلي، دغه بندونه به د هېواد په ۲۱ ولایتونو په ځانګړي ډول، میدان وردګ، غزني، زابل، اروزګان، ننګرهار، کونړ، نورستان، پروان پکتیا، پکتیکا، فاریاب، غور او بادغیس ولایتونو کې جوړ شي.

خپلواک زیاته کړې، چې د یادو بندونو د جوړلو تړونونه به په راتلونکې میاشت کې لاسلیک کېږي، عملي کارونه به یې پیل او په ټاکل شوي وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند زیاته کړه، چې د یادو بندونو جوړولو باندې به څه باندې ۶۰۰میلیون ډالر لګښت راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال په افغانستان کې د اوبو د ۱۳ بندونو د جوړلو چارې روانې دي.

باید و ویل شي، چې له دغه ۱۳ بندونو کابل کې د شاه او عروس بند کارونه ۹۰ سلنه مخې تللی او بدخشان کې د شورابک بند کار بشپړ شوی او په نېږدې کې به ګټنې ته وسپارل شي.

خو په هلمند کې د کجکي، په فراه کې بخش اباد، په پکتیا کې د مچلغو، په غزني کې د سلطان، په زابل کې د توري، په پکتیکا کې د پلتو، په هرات کې د پاشدان، او په ارزګان کې د سراب او شفلوغ چارې لا هم روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي