۰

تخار پوهنتون کې د لاریون پر مهال څلور تنه ټپیان شوي دي

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د تخار پوهنتون محصلینو لاریون کړی، چې په اخ ډب اوښتی او ۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.
تخار پوهنتون کې د لاریون پر مهال څلور تنه ټپیان شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د تخار پوهنتون محصلینو لاریون کړی، چې په اخ ډب اوښتی او ۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون پرون دوشنبې د وري ۱۶ مه سهار مهال محصلینو د پوهنتون استادانو د اعتصاب په غبرګون کې کړی دی.

لاریون کوونکو څو ساته د تخار – کندوز لویه لار هم تړلې وه، چې وروسته پولیس ورغلل او د لارې خلاصولو پر مهال د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شوی دی.

محصلین ادعا کوي، چې پولیسو پر دوی ډزې کړې خو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیز ویلي، د لاریون کوونکو په ډله کې ځینو کسانو وسلې درلودې او ډزې یې کړې دي.

د اسیر په وینا د لاریون کوونکو منځ کې ځینو کسانو غوښتل له لاریون څخه ناوړه استفاده وکړي چې ډزې شوې دوه محصلین او دوه عام وکړي په کې ټپیان شوي دي.

باید و ویل شي، چې د تخار پوهنتون له دې امله درسي اعتصاب کړی، چې په وینا یې حکومت د استوګنې د نمرو د وېش خبره ورته کړې وه خو تر اوسه یې نه دي ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي