۰

سروردانش: له عادلانه سولې پرته بلې جګړې ته ځو

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۸
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، له عادلانه او تل پاتې سولې پرته به بل هر ډول توافق افغانستان بلکې جګړې ته بوځي.
سروردانش: له عادلانه سولې پرته بلې جګړې ته ځو
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، له عادلانه او تل پاتې سولې پرته به بل هر ډول توافق افغانستان بلکې جګړې ته بوځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن یکشنبې د وري ۱۵ مه د لویې څارنوالۍ د سرپرست د معرفۍ په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې د اساسي قانون ساتنه او دوام د حکومت د سولې لارې نقشې لومړی محور دی او دا یې مطرح کړی.

هغه و ویل« افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له نهه څخه تر لسو پورې اساسي قانونه لرل، هر کله چې به کومه ګډوډي رامنځته کېده، اساسي قانون لغوه کېده، او ځای یې نوي اساسي قانون نیولی دی، پر دې برسېره د اساسي قانون لغو کېدل خپله د ګډوډۍ په معنای دی، له دې اړخه موږ د اساسي قانون پر ساتنه او دوام ټینګار کو.»

خو ټینګار یې وکړ، چې په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د حکومت له خوا کومه ستونزه نشته خو په وینا یې تعدیل د هغه کړنلارې پر اساس چې خپله په اساسي قانون کې مطرح شوی دی.

ښاغلي دانش زیاته کړه، چې ولسمشر غني سولې ته د رسېدو لپاره حاضر دی هر مهال چې د سولې موافقتنامه وروستۍ شوه او د افغانستان خلکو هغه تائید کړه د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې ټاکنې تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي