۰

دفاع وزارت: لغمان او کونړ کې ۲۰ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۴
ملي دفاع وزارت لغمان او کونړ ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او مخامخ جګړې پر مهال ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت: لغمان او کونړ کې ۲۰ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت لغمان او کونړ ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او مخامخ جګړې پر مهال ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د وري ۱۵ مه په دوه جلا خبر پاڼو کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د هوايي ځواک په ملاتړ د کونړ په چپه دره کې پر طالبانو بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، په دغه عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې بیا ویلي، افغان ځواکونو نن سهار د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په منجان سیمه کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې ۶ طالبان وژل شوي، ۷ ټپیان او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دواړ پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي