پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وري ۱۴ مه سهار مهال د پغمان ولسوالۍ د قرغې بند په سیمه کې د ملي اردو په رنجر شوې ده.
د کابل پولیس وایي، په دغه چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
عیني شاهدان هم وايي، چاودنه د ملي اردو په رنجر موټر وشوه، چې مرګ ژوبله هم لري خو کره معلومات یې نشته.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل