سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال آباد – تورخم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ناوې او زوم په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د وري ۹ مه سهار کابو لس بجې پر یاده لویه لار د سرخ دیوال په سیمه کې رامنځ ته شوې.
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د زوم او ناوې موټر له یوه بل کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، په پېښه کې دوه تنه مړه شوي او د ناوې او زوم په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې مړه شوي کسان یوه ماشومه او یو بل کس دی.
نوموړي زیاته کړې، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
چارواکي وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هرات – کندهار پر لویه لار په شینډنډ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دغه پېښه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي او یوه بارلرونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې وه، چې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.
ویل کېږي مړي او ټپیان ټول د ۴۰۴ موټر هغه مسافر و، چې ایران ته په مزدوری پسې تلل.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار