ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوی کس شفیق الله نومېږي.
سرچینه وايي، کماندو ځواکونو د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې شفیق الله نوموی ونیول شو.
خبرپانه وايي، شفیق الله د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول و، چې ورسره یو ځای دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل