سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار پر ارغستان ولسوالۍ د طالبانو ډلیز برید پر شاه تمبول شوی او د سقوط مخه یې نیول شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکو ویلي طالبانو پرون شنبې د وري ۸ مه مازیګر مهال پر ارغستان ولسوالۍ ډلیز برید پیل کړ، چې تر نن سهار پورې جګړې دوام درلود.
د کندهار د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدی وايي، طالبانو لومړی د یوه تونل او موټر بم چاودنې وروسته د پولیسو په یوه مرکز بریدونه پیل کړل.
د ده په وینا چې د ګډو ځواکونو پر مټ د طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي او د ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې ده.
د امنیت امر وايي، سیمې ته دازه دومه ځواکونه رسېدلي او دا مهال وضعیت عادي دی.
نوموړي په جګړه کې د پنځو پولیسو د ټپي کېدو پخلی وکړ خو ویلي یې دي، چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، جګړه کې پنځه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د ارغستان ولسوال حاجي محمد رحیم ابدال وايي، په پرونۍ جګړه کې د ملکي خلکو کورنو ته هم سخت مالي زیانونه رسېدلي.
د هغه په وینا د جګړې له امله کابو ۴ زره کورنۍ له تېرو دریو میاشتو راهیسې له خپلو سیمو ګډه شوي او اوس دلته څوک ژوند نه کوي.
ولسوال هم تایید کړه، چې هره ګړۍ پر ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو احتمال شته، خو په وینا یې تازه دمه ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار