ننګرهار کې د داعش غړی عربستان مشهور په سعودي نیول شوی دی

7 حمل 1400 ساعت 12:22

د ملي امنیت ریاست وايي، ۰۲ قطعې ننګرهار کې د داعش دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.


د ملي امنیت ریاست وايي، ۰۲ قطعې ننګرهار کې د داعش دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن شنبې د وري ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ۰۲ قطعې ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په ویالۍ سیمه کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو پر مهال د داعش دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نیول شویو کسانو کې د عربستان، نعیم الله په نومونو د داعش دوه مهم غړي هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي، عربستان هدفي وژنې کولې او نعیم ورته زمینه برابروله.

ملي امنیت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې یوه قبضې راکټ، یو میل کلاشنکوف، دوه لاسي بمونه او یوه تومانچه هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح په دغه ولایت کې نیول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137637

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com