۰
حامدکرزي:

بهرنۍ موافقې نه بلکې بین الافغاني توافق سوله راوستلای شي

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۱
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نه شي رواستی، بلکې بین الافغاني تواق کولی شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي.
بهرنۍ موافقې نه بلکې بین الافغاني توافق سوله راوستلای شي
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نه شي رواستی، بلکې بین الافغاني تواق کولی شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دا څرګندونې د ترکیې له نادولو آژانس سره په مرکه کې کړې او د افغان سولې په تړاو یې د مسکو له غوندې وروسته د ترکیې غونده د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره خورا مهمه بللې.

که څه هم ښاغلي کرزي د ترکیې غونده مهمه او یو ښه فرصت بللی خو ټینګار یې کړي، د دې لپاره چې د ښکېلو لوریو تر منځ یو جامع توافق رامنځ ته شي باید دواړه اړخونه پکې له پوره چمتووالي سره برخه واخلي.

نوموړي ویلي، ترکیې ناسته یو بل مهم فرصت دی خو اړتیا ده چې، له دې ناستې مخکې افغان لوری د یوه جامع توافق لپاره ټول مهم مسایل نهايي کړي او په دې ناسته کې توافق تته د رسېدو په نیت ګډون وکړي.»

نوموړی وايي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بین الافغاني توافق دی او همدا د سولې لپاره تر ټولو ښه اساس دی ځکه، بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نشي راوړلی.

پخواني ولسمشر ویلي، که طالبان ونه غواړي چې د اوسني حکومت برخه شي، نو باید په داسې لارو چارو غور وکړي چې افغانان سولې ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي