۰

اورپايي ټولنې له ترکیې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۴
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
اورپايي ټولنې له ترکیې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د افغان سولې په تړوا ترکیه کې پر جوړېدونکي کنفرانس بحث کړی دی.

په ټوېټ کې ویل شوي، اروپايي ټولنه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د ترټولو ډېرو سرتېرو په لرلو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې به له افغانان سره ګډ کار وکړي.

د اروپايي ټولنې د دغه مشر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي