د جمعیت ګوند کنګره کې ډزې پای ته رسېدلې، درې تنه وژل شوي او دوه نیول شوي

28 حوت 1399 ساعت 11:34

جمعیت ګوند یوه سرچینه وايي، د دغه ګوند په کنګره کې د غونډې د اخلالوونکو له خوا ډزې پای ته رسېدلې او دا مهال حالت نورمال او د جمعیت مشران غونډې ته رسېدلي دي.


جمعیت ګوند یوه سرچینه وايي، د دغه ګوند په کنګره کې د غونډې د اخلالوونکو له خوا ډزې پای ته رسېدلې او دا مهال حالت نورمال او د جمعیت مشران غونډې ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جمعیت ګوند عمومي کنګره نن پنشنبې د کب ۲۸ مه د هوايي ډګر په سړک په یوه هوټل کې پیل شو.

غوندې ته لا د جمعیت مشران نه و راغلي، چې ځینو اخلال کوونکو وسله والو د غونډې د ګډوډولو په موخه ډزې پیل کړې او هڅه یې کوله، چې د غوندې مخه ونیسي.

خو سرچینې وايي، د امنیتي ځواکونو په مداخلې سره د دغه کار مخه نیول شوې او دا مهال حالت نورمال او غونډه جریان لري.

د جمعیت ګوند یوې سرچینې جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې غونډې درې تنه وسله وال اخلالوونکي وژل شوې او دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

دغه سرچینه ټينګار کوي، چې اوس حالت کنترول دي او تر څو شېبو پورې به د جمعیت ګوند د عمومي کنګرې غونډه پیل شي.

سرچینې د اخلالوونکو کسانو د هویت په اړه و ویل، چې هویت یې تر اوسه معلوم نه دی، خو پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com