د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو په موټر یو ځل بیا د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۸ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پنشنبې د کب ۲۸ مه سهار مهال د خیرخانې کوتل په سیمه کې د آزادۍ پارک ته نېږدې شوې ده.
د مخابراتو وزارت کارکوونکو کاسټر موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې ګلدان کې ایښي د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د پېښې پخلی کوي وايي، مرګ ژوبله لري.
امنیتي چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
خو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي سلاکار حامد پویا وايي، په دغه چاودنه کې د یاد وزارت پنځه کارکوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د کابل ښار د دهن باغ سیمه کې هم د مخابراتو وزارت د کارکوونکو په موټر چاودنه وشوه، چې له امله یې د یوې ماشومې په ګډون څلور تنه وژل شوي و او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل