افغان سفیر:

قطر کولی شو طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي خو دا کار یې ونه کړ

26 حوت 1399 ساعت 7:47

متحده عربي اماراتو کې افغان سفیر جاوید احمد وايي، قطر کولی شي د خپل اثر او رسوخ څخه په ګټنې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي، خو دا کار یې ونه کړ.


متحده عربي اماراتو کې افغان سفیر جاوید احمد وايي، قطر کولی شي د خپل اثر او رسوخ څخه په ګټنې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي، خو دا کار یې ونه کړ.

د جمهور آژانس له مخې نوموړي همدې ته په کتو د سولې خبرې نور باید یوازې په قطر پورې منحصرې نه شي، بلکې په اروپا، منځنۍ آسیا یا خپله افغانستان کې په دوره يي شکل وشي.

نوموړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي« د قطر چارواکو د طالبانو د کوربه په حیث په سمه توګه د خپل اثر او رسوخ نه کار وانخیست. هغوي کولی شول طالبان د تشدد کمیدو یا اوربند ته وهڅوي.»

د هغه په وینا طالبان نسبت بل ځای ته په قطر کې ځان آرام احساسوي ځکه غواړو چې طالبان خپل د آرامتیا له سیمې نه بهر شي.

خو قطر وایي د سولې خبرو کوربه توب ته متعهد دی او په افغانستان کې د تشدد کمیدل غواړي چې د دوامدارې سولې او امنیت سبب شي.

قطر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي لا هم د خبرو په میز کې دي، معنی یې دا ده چې خبرې اترې نتیجه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com