کابل کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

24 حوت 1399 ساعت 12:22

کورنیو چارو وزارت وایي، کابل پولیسو په یوه بېړني اقدام کې د انسان تښتوونکو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.


کورنیو چارو وزارت وایي، کابل پولیسو په یوه بېړني اقدام کې د انسان تښتوونکو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د کب ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه انسان تښتوونکو د کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه یو کس تښتولی وو.

د سرچینې په وینا انسان تښتوونکو غوښتل دغه کس یوې بلې سیمې ته ولېږدوي، چې د ۱۱۹ شمېرې په همکارۍ پولیسو ته خبر ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې پولیس هم سملاسي لاس په کار شوي او تر یوې لنډې نښتې وروسته یې څلور واړه انسان تښتوونکي نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، تښتول شوی کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی، یو میل وسله، یوه پایه مخابره او یو عراده موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي، چې د شکمنو پېښو او کسانو په لیدلو سره د پولیسو له ۱۱۹ اړیکې سره تماس ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137297

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137297/

جمهور
  https://www.jomhornews.com