د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان خبرې کړې

23 حوت 1399 ساعت 14:10

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په ګډون په نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په ګډون په نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټوېټر پانه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي سره یې د افغانستان، برما او ایتوپیا په اړه ګټور خبرې کړې دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د شخړو په پای ته رسولو کې د ملګرتیا هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، خوښ دی چې له ملګرو ملتونو سره د دې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره په ګډه کار کوي.

انتوني بلینکن یو ځل بیا د افغان جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې د شخړو پر ختمولو ټینګار کړی دی.

دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه لیدنه کې څه ویلي، په اړه یې جزیات نشته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137274

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137274/

جمهور
  https://www.jomhornews.com