۴۰ بنسټونو له امنیت شورا افغانستان کې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب غوښتنه کړې

20 حوت 1399 ساعت 15:05

د نړۍ څه باندې ۴۰ بنسټونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د بیان آزادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.


د نړۍ څه باندې ۴۰ بنسټونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د بیان آزادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بنسټونو یاده غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه سرخلاصي لیک کې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د ازادۍ څلویښتو مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

په لیک کې ویل شوي، د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ډېری یې د خپلې دندې له کبله په نښه شوي دي.

یادو سازمانونو زیاته کړې، که څه هم د افغانستان حکومت د خبریالانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارونه کړي، خو په وینا یې کافي نه دي.

دغه سازمانونو ټینګار کړي، چې خبریالان لا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او د دوی په خبره د سزا د معافیت فرهنګ پرخپل ځای دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137206

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137206/

جمهور
  https://www.jomhornews.com