ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۱۰ ځانمرګو بریدګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګو ته مرګ ژوبله تېره شپه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې اوښتې ده.
سرچینه وایي، طالبانو پلان درلود، چې المار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو موټر بم بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ.
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ له وړاندې عملیاتو کې د دغه ځانمرګو لېږدونکی موټر په نښه شو، چې په کې درې ځانمرګي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل