ملي دفاع وزرات کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د ۳۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ پرون د کندهار ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، درې موتر او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د کندهار په همدې دوه ولسوالیو کې د لسګونه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل