۰

ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول وژل شوی دی

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې استخباراتي مرستیال وژل شوی دی.
ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې استخباراتي مرستیال وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي زیاتوي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ د ادوړ ساحې په څندلي کلي کې عملیات کړي دي.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژل شوی، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي