۰

فراه کې موټر بم برید پنځه سرتېري ټپیان کړي دي

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د فراه د ولایتي شورا یو غړی په دغه ولایت کې د افغان پوځ په یوه مرکز د موټربم ځانمرګي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
فراه کې موټر بم برید پنځه سرتېري ټپیان کړي دي
د فراه د ولایتي شورا یو غړی په دغه ولایت کې د افغان پوځ په یوه مرکز د موټربم ځانمرګي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د ولایتي شورا غړی محمود نعیمي وايي، طالبانو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک کلي دوه لارې سره د افغان پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه موټر بم برید کې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

خو د فراه د ولایتی شورا رییس داالله قانع بیا وایي، په دې برید کې دوه سرتېري ټپیان او دوه طالبان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی له موټر بم چاودېدونکو توکو سره یو ځای نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي