۰

اروپايي ټولنې د لنډمهاله حکومت بحثونو ته غبرګون کې له امریکا سره مخالف ښودلی

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
کابل ته د خلیلزاد تر راتګ او ولسمشر غني ته د امریکا د بهرینو چارو وزیر تر لیک وروسته اروپايي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.
اروپايي ټولنې د لنډمهاله حکومت بحثونو ته غبرګون کې له امریکا سره مخالف ښودلی
کابل ته د خلیلزاد تر راتګ او ولسمشر غني ته د امریکا د بهرینو چارو وزیر تر لیک وروسته اروپايي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد په راتګ سره په افغانستان کې د لنډمهاله یا انتقالي حکومت خبرې خورا ګرمې شوې او خلیلزاد په همدې تړوا افغان چارواکو او سیاسیونو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده.

په دغه طرحه کې، چې د انتقالي حکومت موضوع هم راغلې له طالبانو سره هم شریکه شوې او ویل کېږي امریکا هڅه کوي، چې افغانستان کې یو ټولشموله انتقالي حکومت رامنځ ته شي.

خلیلزاد کابل کې درې ځلې له ولسمشر غني، عبدالله، پخواني ولسمشر کرزي او یو شمېر نورو سیاسیون سره په دې اړه تر کتنو او خبرو وروسته قطر ته ولاړ.

د خلیلزاد تر تګ وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په پرانست غونډه کې و ویل، چې طرحې هر څوک او هر بنسټ لیکلی شي، خو عملي نه دی، ځکه پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې افغانستان خپل ملي وثیقه چې اساسي قانون دی لري نو ځکه بلې وثیقې ته افغانستان اړتیا نه لري، بلکې ښه لار دا ده چې اساسي قانون ته مراجعه وشي.

ښاغلي غني ویلي و، چې خپل ځای ناستي ته به واک یوازې د ټاکنو له لارې پرېږدي او په وینا یې په دې برخه کې ان حاضر دی، چې د ملګروملتونو په شتون او ضمانت کې د رڼو او عادلانه ټاکنو پر وخت هم بحث وکړي.

افغان ولسشمر دا هم ویلي و، چې که څوک غواړي افغانستان کې واک تر لاسه کړي، نو دغه کیلي یوازې د افغانستان د ولس سره ده او د ولس په رایه تر لاسه کېدای شي.

د ولسمشر غني تر دغه څرګندونو وروسته پرون ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د لیک د رسېدو خبر ورکړل شو.

ارګ او سپېدار هم تایید کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ورته رسېدلی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په لیک کې راغلي، چې د افغانستان موضوع باید په څو اونیو کې راټوله او په دې اړه د ترکیې په کوربتوب یوه غونده جوړه او په کې د سولې تړون وروستۍ شي.

دغه لیک چې په یوه څه تونده لحجه او د خبرداري په شکل لیکل شوې په کې ولسمشر غنی ته سپارښتنه شوې، چې د سولې په تړاو د سلا مشورو لمن پراخ کړي او له خلیلزاد سره همکاري وکړي.

په لیک کې ولسمشر غني ته سپارښتنه شوې چې له ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف سره په دې بحثونو کې شامل او سلا مشورې ورسره وکړي.

په لیک کې ویل شوي، خلیلزاد به له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت، اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او دې هېواد کې د تلپاتې اوربند په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.

خو په ورته وخت کې یې ویلي، چې دا وړاندیزونه د امریکا له خوا کوم امر نه دی، بلکې موخه یې دا ده، چې افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو بهیر ګړندۍ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران او استازي د افغان سولې په اړه غونډه کوي.

نوموړي ویلي، په راتلونکو څو اوونیو کې به په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو غونډه رابلل کېږي، او هلته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون وروستی کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیک کې پر ولسمشر غني غږ کړی چې پخپله دې غونډه کې ګډون وکړي او یا هم خپل یو نومول شوی استازی ور ولېږي.

په لیک کې دا هم راغلي، چې امریکا په افغانستان کې د درې میاشتني اورکم پلان یا طرحه چمتو کړې، چې کولی شي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي.

د لیک په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې لا هم د راتلونکي اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان ځنډولی نه دی، او وېره یې ښودلې چې د امریکا له مالي ملاتړ سره سره هم ښایي وضعیت خراب شي او طالبان ښایي لا ډېرې سیمې ونیسي.

خو اروپایي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.
 
کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې پکې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړلیک لري او د دوحې بهیر کې ښکېل دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري. نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي