د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمې، د هرات پخوانی والي او د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني په دوه نیم کاله تنفیذي بند محکوم کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مخکې د پرېکړې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نورستاني سره یو ځای د هرات ۷ برحاله او پخواني مسؤلین هم د جرمونو د شریکانو په توګه په دوهنیم دوه نیم کاله بند محکوم شوي دي.
نورستاني هرات کې د ولایت پر مهال له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی او دغې محکمې یې پرون یکشنبې د کب ۱۷ مه په غیاب کې دا قضایي پرېکړه وکړه.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو کسانو د دولت بودجې ته زیان اړولی او د محکمې حکم کې په څه باندې اته لکه افغانۍ جریمې هم محکوم شوي دي.
تر اوسه محکومو شویو کسانو د محکمې د دغه حکم په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل