ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د دغه تلوېزیون یو شمېر نورو خبریالانو له خپلو دندو استعفا کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، د یاد تلوېزیون شپږو خبریالانو خپلې دندې پرښې او د تلوېزیون ادارې ته یې خپلې استعفاوې وړاندې کړې دي.
د یاد تلوېزیون مشر انجینر زملی لطیفي تاییدوي، چې په تېرو دریو ورځو کې د انعکاس تلوېزیون شپږو کاروونکو استعفاوې کړې او دوی هم منلې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې چې استعفاوې یې کړي د دې رسنۍ د خبر برخې مسوول سمیع الله درانی او د یادې برخې مرستیال وحید الله امان او د ځانګړو راپورونو خبریال جاوید رازمند هم شامل دی.
د یادونې ده، چې ناپېژانده وسله والو څو ورځې وړاندې د دې تلویزیون درې ښځینه کارکونکې د جلال اباد ښار کې په ډزو ووژلې.
تر دې شاوخوا درې میاشتې مخکې وسله والو د دغه تلویزیون یوه بله خبریاله ملاله میوند هم وژلې وه.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار