۰

امریکا: د مۍ تر اولې له افغانستان څخه نه شو وتلی

شنبی ۱۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
د امریکا محتده ایالتونو د استازو جرګې د پوځي کمېتې مشر ادم سمیت وايي، امریکا د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه ځواکونه نه شي ایستلی.
امریکا: د مۍ تر اولې له افغانستان څخه نه شو وتلی
د امریکا محتده ایالتونو د استازو جرګې د پوځي کمېتې مشر ادم سمیت وايي، امریکا د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه ځواکونه نه شي ایستلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سمیت په ټینګار سره ویلي، دا نه ښکاري، چې امریکا به د مۍ تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي چې د واشنګټن بروکینګز انستېتیوت کې خبرې کولې ایا داسې سناریو شته چې سږکال یې ووینو چې موږ داسې یو مرحلې ته رسېدلي یو چې له افغانستان څخه وتل مو منطقي وي؟ هو. موږ باید داسې لاره ولټوو چې زموږ موجودیت ستراتیژیک او کم وي.»

د امریکا د استازو جرګې د پوځي کمېتې مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دوحې د هوکړې سره سم ټول بهرني ځواکونه باید د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه ووځي.

خو ناټو، امریکا، جرمني او ځینې نورو هېوادونو ویلي، طالبانو په هوکړه کې په کړو ژمنو عمل نه دی کړی او شرایط دې ته برابر نه دي، چې بهرني ځواکونه د افغانستان پرېږدي.

جرمني خو ان دا هم ویلي، چې که اړتیا شي افغانستان ته به نور سرتېري هم ولېږي.

خو وسله وال طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټيڼګار کوي وايي، که بهرني ځواکونه د دوحې له هوکړې سره سم و نه وځي دوی به بېرته پر بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي