۰
د ولسمشر دویم مرستیال:

له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت طرحه د نظام پاشل کېدل دي

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۷
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت رامنځ ته کولو طرحه په حقیقت کې د نظام د پاشل کېدو په مانا ده.
له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت طرحه د نظام پاشل کېدل دي
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت رامنځ ته کولو طرحه په حقیقت کې د نظام د پاشل کېدو په مانا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن پنشبنې د کب ۱۴ مه د لویې جرګې خیمه کې د عبدالعلي مزاري د ۲۶ تلین په یاده غونده کې د وینا پر مهال وکړې ویې ویل، په افغانستان کې تل پاتې سولې او ثبات، د نظام او تېرو کلونو لاس ته راوړنو په ساتنه، مشارکت او یووالي کې دی.

نوموړي زیاته کړه، چې سوله د افغانانو او افغان حکومت لومړیتوب دی او بې درېغه هڅې ورته کوي، خو نباید سوله د نظام او نظام د سولې قرباني شي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې سوله باید پر ټولنیز عدالت او مساوتو ولاړ وي، ځکه هغه سوله چې عدالت په کې نه وي، خپلې ښګڼې له لاسه ورکوي او خلکو ته هم د منلو نه وي.

سروردانش و ویل، د افغانستان د سولې بهیر کې د ستونزو د حل ښه لار دا ده، چې د حذف له سیاست څخه لاس واخستل شي او د ټولو وروڼو قومونو تر منځ مشارکت رامنځ ته شي.

د هغه په وینا همدې ته په کتو په اوسنیو شرایطو کې سوال دا دی، چې آیا طالبان دغه ډول عادلانه سولې ته غاړه اېږدي که نه، چې په وینا یې په دې برخه کې د طالبانو ځواب روښانه نه دی.

دی وايي، په تېرو ۲۷ کلونو کې طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ټولو احزابو او قومونو سره جګړو ته دوام ورکړی او ټوله هڅه یې د قدرت په انحصار او حذف ولاړه ده.

نوموړي ټينګارو کړ، چې افغان حکومت په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره اړین او خطرناک ګامونه واخیستل او لا هم نیت لري، خو طالبانو د ښه نیت ښودلو پر ځای لا جګړو او تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

د دانش په وینا طالبانو په دې وروستیو کې د رسنیو پر کارکوونکو، مدني فعالانو، دیني عالمانو، قومي مخور او عملي کدرونو بریدونو ته زور ورکړی او دا کار د دې لپاره کوي، چې د حکومت او ولس تر منځ واټن رامنځ ته کړي.
 
د نظام او تېرو لاس ته راوڼو د ساتنې په اړه:

ښاغلي دانش د سولې پروسه کې پر دې ټینګار درلود، چې د تېرو کلونو لاس ته راوڼې او جمهوري نظام باید خوندي وي، ځکه له نظام پرته پرمختګ او تل پاتې سوله ناشونې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان او افغانانو لپاره تل پاتې سوله او د نظام شتون مهم دی نو ځکه په دې برخه کې پر ټولنیز عدالت د ولاړې سولې او مشارکت لپاره باید کار وشي.

هغه و ویل«موږ باید دواړو (سولې او نظام) ته لاس رسۍ ولرو، داسې باید ونه کړو، چې سوله د نظام او یا هم نظام د سولې قرباني کړو، بلکې هممهاله باید دواړو ته ورسېږو.»

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړ، چې د حکومت ټوله هڅه دا ده، چې په هېواد کې ۴۲ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او د دې لپاره د هرې معقولې طرحې ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې هېڅ یوه طرحه هم د افغان دولت په نه شتون کې باید مطرح نه شي.

ښاغلي دانش زیاته کړه، هر ډول طرحه چې وړاندې کېږي باید د افغان دولت په حضور کې او په داسې شکل وي، چې د اوسنی سیاسي نظام حفظ په کې مطرح وي.

دانش و ویل« له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت طرحه د نظام پاشل کېدل دي، د سولې پروسه کې تر ټولو ښه کړنلاره عادلانه مشارکت او د ټاکنو تر سره کېدل دي، له ټاکنو پرته د افغانستان د خلکو سیاسي برخلیک ټاکل امکان نه لري.&

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړ، چې له ټاکنو پرته به هېواد یوه بل ناورین ته ولاړ شي او دا نور د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده، چې برخلیک یې له ټاکنو پرته پر بل څه وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، امریکا افغان حکومت ته یوه نوې طرحه سپارلې، چې په کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده.

د دغه چارواکي په وینا که چېرې دا طرحه د افغان حکومت او طالبانو له لوري ومنل شي، نو د سولې پروسه کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیاته او په دې اړه به یوه نړیواله غونډه جوړه شي.

له سیاسیون د طالبانو غوښتې:

ښاغلي دانش د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم و ویل، چې طالبانو په رسمي او یا هم غیر رسمي ډول له نورو اړخونو د بیعت کولو غوښتنه کړې او دا د دې ښکارندوی ده، چې د طالبانو په ذهن کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو دغه ډول چلند د سولې پر وړاندې خنډ دی او دغه ډله باید له دې ډول کارونو څخه لاس واخلي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي