۰

کابل کې د الکولي مشروباتو یوه شبکه چې لارښود یې بهرنۍ دی نیول شوې

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې، چې په سر کې یې یو بهرنی وګړی دي د نیولو خبر ورکړی دی.
کابل کې د الکولي مشروباتو یوه شبکه چې لارښود یې بهرنۍ دی نیول شوې
له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې، چې په سر کې یې یو بهرنی وګړی دي د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د کب ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شبکه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې نیولې ده.

خبرپانه وایي، د دغه شبکې مشر یو بهرنی وګړی دی، کابل ښار کې یې الکولي مشروبات په عمده او پرچون ډول په مشتریانو پلورل.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۷۳۰ بوتله الکولي مشروبت، ۱۱۶۰ بوتله بیر، ۴۷۲۱ امریکايي ډالر، ۷۵ زره افغانۍ، یو زرې لنډکروزر موټر د دغه کس له دیپوګانو څخه تر لاسه شوي دي.

وزارت وايي، دغه کس به په دې لنډکروز موټر کې ۲۴ ساعته د کابل ښار په مختلېفو برخو کې الکولي مشروبات پلورل.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي