د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل منځي ټاکنو کې اورنګ زیب د دغه کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن یې خپلې منځي ټاکنې وکړې او نوی رییس یې وټاکه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ټاکنو په ترڅ کې اورنګ زیب د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
په دغه ټاکنو کې مولانا محمد عبدالله د اورنګ زیب د مرستیال او مسافر قوقندي د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې حوا علم نورستاني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره وه.
جمهورخبري آژانس:کابل