۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

د هر ډول طرحې تر وړاندې کولو مخکې له طالبانو او نړیوالو د سولې د ټنګښت تضمین غواړو

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د دوی لومړی هدف سوله ده او تر چې د سولې د ټنګښت تضمین نه وي ورکړل شوی هره طره به بې ګټې وي.
د هر ډول طرحې تر وړاندې کولو مخکې له طالبانو او نړیوالو د سولې د ټنګښت تضمین غواړو
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د دوی لومړی هدف سوله ده او تر چې د سولې د ټنګښت تضمین نه وي ورکړل شوی هره طره به بې ګټې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محب دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، امریکا د سولې په تړاو افغان حکومت ته یوه نوې طرحه سپارلې ده.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي په دغه طرحه کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده او که ومنل شي، نو د سولې پروسه کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیاته او د دغه سازمان په منځګړیتوب به د مخورو او مشرانو یوه غونده جوړه شي.

دې امریکايي چارواکي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو داسې ښکاري، چې امریکا دا ځل بیا د افغانستان په تړاو د بن کنفرانس ته ورته د یوه څه په هڅه کې دي.

خو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي، د دوی لومړنی هدف سوله ده او وړاندې تر دې چې د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړل شوی، هره طرحه به بې ګټې وي.

ښاغلي محب ټينګار کړي، چې  دوی د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د ګډ حکومت جوړېدو په اړه هر ډول آوازې رد کړې وايي، افغانستان کې د نظام بنسټ اساسي قانون دی او هېڅوک اساسي قانون ته بدلون نه شي ورکولی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې له خلیلزاد او ورسره پلاوی سره د ولسمشر غني په دوه ځلي لیدونو کې یې ګډون درلود او ورسره یې د سولې پروسې، دوه اړخیزه اړیکو له سولې د طالبانو او پاکستان د تحلیل او دوکې او په دې اړه چې څه ډول د سولې په پروسه کې د افغانستان د خلکو واقعي اراده تمثیل شي خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دښمن کله کله له سولې خبرې کوي، خو تل یې چل او دوکه کړې او د خلکو وژنې ته یې ادامه ورکړې ده.

دی وايي، چې له طالبانو د سولې او تفاهم هېڅ عملي نښه نه وي، نو ځکه پر خلکو غږ کوي، چې د ځایه آوازو او شایعاتو ژرندې ونه ګرځي.

ښاغلي صالح ټینګار کړی، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام بنسټ اساسي قانون دی، چې د خلکو په مستقیمه رایه ټاکل شوی دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، هېڅوک د اساسي قانون د لغوې او باطلولو صلاحیت نه لري.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم کابل کې دی او له افغان سیاسیونو سره یې خپلو لیدونو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي له دولتي چارواکو سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني، د همدې ګوند له اجرائیه رییس عطامحمد نور، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي سره کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي