۰
د ننګرهار امنیه قومانداني:

د انعکاس تلوېزیون د ښځینه کارکوونکو قاتل مو نیولی دی

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۷
د ننګرهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو قاتل یې نیولی دی.
د انعکاس تلوېزیون د ښځینه کارکوونکو قاتل مو نیولی دی
د ننګرهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو قاتل یې نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون سه شنبې د کب ۱۲ مه جلال آباد ښار کې دوه ځایه د انعکاس تلوېزیون پر درې ښځینه کارکونکو وسله وال برید وشو.

په لومړي برید کې د دغه تلوېزیون دوه کارونکې و وژل شوې او په بل هغه کې بیا یوه کارونکې و وژل شوه او یوه بله عمر خوړلې مېرمن ټپي شوه.

د پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دوی د دغه پېښې قاتل نیولی دی.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، نیول شوی قاتل قاري بصیر نومېږي چې د وسله والو طالبانو غړی دی، چې له یوې تومانچې او ریکشا سره نیول شوی دی.

که څه هم د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، نیول شوی کس د طالبانو غړی دی، خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د یادونې ده، چې تر دې څو میاشتې وړاندې د ننګرهار کې د همدې تلوېزیون یوه بله خبریاله ملا میوند هم په ورته برید کې وژل شوې وه.

تازه پېښې به خواله رسنیو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، بشري حقونو کمېسیون او خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې پر افغان حکومت او امریکا نیوکې کړې وايي، دوی یوازې اعلامیې خپروي.

دغه کمېټې افغان حکومت او امریکا ته په اشارې ویلي، چې نور د اعلامیو خپرول بس کړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې عملي اقدامات وکړي.

د خواله رسنیو کارکوونکو هم سختې نیوکې کړې وايي، که رښتیا قاتل نیول شوی وي، نو باید علني اعدام کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي