د بلغاریا دفاع وزیر امیل اوتیموف وايي، هېواد یې افغانستان ته د یو شمېر سرتېرو د استولو پر چمتوالي بوخت دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوتیموف زیاته کړې، چې سرتېري به یې د ناټو تر چتر لاندې افغانستان کې د افغان ځواکونو د سلا مشورو ماموریت پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د خپل ۴۲ ماموریت د تر سره کولو لپاره به دا ځل ۱۲۰ سرتېري دغه هېواد ته ولېږي.
د بلغاریا د دفاع وزیر ویلي، سرتېري یې د ماموریت پيلولو لپاره پر تمرینونو بوخت دي خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډله به څه وخت افغانستان ته ولېږي.
بلغاریا افغانستان ته د سرتېرو استولو خبر پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو سره د امریکا د دوحې هوکړې له مخې باید ټول بهرني سرتېري د مۍ تر اخیره پورې له افغانستان څخه ووځي.
خو په تازه څرګندونو کې ناټو، امریکا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو چې د ناټو په چوکاټ کې یې افغانستان ته سرتېري را استولي وايي، سرتېري به یې شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه وځي.
دوی ټینګار کړي، چې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی نو ځکه شرایط دې ته برابر نه دي، چې دوی خپل سرتېري وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل