د امریکا د ولسي جرګې یوه غړي مایکل مک کال ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د شوې هوکړې د تعدیل په لټه کې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مک کال چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مرستیال دی وايي، سیمې ته د خلیلزاد سفر هم په همدې موخه دی، تر څو د طالبانو سره شوې هوکړه کې تعدیل راولي.
مایکل مک کال زیاته کړې«خلیلزاد د شوې هوکړې تعدیل غواړي تر څو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور موده د مۍ له اولې د زیاتې مودې لپاره ومنل شي او ملکي افغانانو او افغان ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالی راکم شي.»
دغه امریکايي استازي د سولې بهیر کې د پرمختګ لپاره امریکا ته وړاندیز کړي، چې طالبان باید د خلکو له وژلو لاس واخلي او له القاعده سره اړیکې پرېکړي.
په ورته وخت نوموړي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ارګ په څلورو دیوالو کې د قدرت تمرکز هم نیوکه کړې وايي، له هغې چې امریکا افغانستان ته ننوتې همدا موضوع یوه لویه ستونزه زېږوونکې ده.
دغه امریکايي استازي ټینګار کړی، چې د قدرت تمرکز باید له ارګ څخه ووځي او پر ولایتونو و وېش شي.
هغه دا هم ویلي، چې روسیه، چین او پاکستان غواړي پر طالبانو تسلط ولري او دا مسله به پر طالبانو د یادو هېوادونو د اقتدار سبب شي.
امریکايي استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې خلیلزاد پرون د افغان سولې په تړاو سیمې ته د سفر په ترڅ کې کابل ته راورسېده.
هغه له ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د افغان سولې په برخه کې یې د امریکا د اغېزناکه رول ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل