۰
دفاع وزارت:

ننګرهار کې د طالبانو د سوق او ادارې یو لوی مرکز نیول شوی دی

سی شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۳
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې یو لوی مرکز نیولی دی.
ننګرهار کې د طالبانو د سوق او ادارې یو لوی مرکز نیول شوی دی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې یو لوی مرکز نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د کب ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو پرون د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې په ختیځ کې د طالبانو د سوق او ادارې تر ټولو لوی مرکز نیول شوی دی او د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات ظبط او یوه اندازه نشه يي توکي یې سوځول شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو له دغه مرکز څخه په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې د ترهګرو فعالیتونو لپاره کار اخیسته.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو په ننګرهار کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د نشه يي توکو د یوې فابریکې د لمنځه وړلو او کابو ۱۵۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي