۰
د امریکا پخوانی سفیر:

د دوحې هوکړه بریالي نه وه، د بایډن اداره باید د سولې په اړه نوي اقدامات وکړي

سی شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه نه جګړې کمې شوې او نه هم طالبانو پر کړو ژمنو عمل کړی.
د دوحې هوکړه بریالي نه وه، د بایډن اداره باید د سولې په اړه نوي اقدامات وکړي
کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه نه جګړې کمې شوې او نه هم طالبانو پر کړو ژمنو عمل کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخواني امریکايي دپیلومات ټينګار کړي، چې دغه هوکړه د طالبانو په ګټه ده، نو ځکه باید د بایډن اداره د افغان سولې په تړواو نوي اقدامات تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فاصله ډېره ده ځکه دواړه لوري خپل شرطونه لري، چې ډېری یې د طالبانو له خوا وړاندې کېږي.

نیومن ویلي، د دې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و نه وځي ځکه له افغانستان د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړل شي.

دغه امریکايي دیپلومات پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو سیمې ته سفر پیل کړی دی.

نوموړي پرون له ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

ارګ وايي، خلیلزاد ولسمشر غني ته د امریکا له خوا د سولې د ټنګښت لپاره د اغېزناک رول ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي