۰

لوی څارنوال له دندې استعفا کړې، ولسشمر هم منلې ده

سی شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر غني یې هم استعفا منلې ده.
لوی څارنوال له دندې استعفا کړې، ولسشمر هم منلې ده
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر غني یې هم استعفا منلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال تایید کړې، چې ښاغلي حمیدي له دندې لاس په سر شوی او ولسمشر یې هم استعفا منلې ده.

تر اوسه پورې د لوی څارنوال د استعفا لامل نه دی په ګوته شوی.

باید و ویل شي، چې محمد فرید حمیدي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان د لوی څارنوال دنده مخه ته وړله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي