۰

غزني کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د دوه پوځیانو په ګډون ۸ ملکي وګړو ته په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د دوه پوځیانو په ګډون ۸ ملکي وګړو ته په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د کب ۱۰ مه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند کلا سبز سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، په دغه ماین چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د دوه پوځیانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ټپیان د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

د غزني د والي ویاند وايي، د چاودنې له امله د شاوخوا کورونو او دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي