۰
دفاع وزارت:

د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ طالبان کاپیسا کې وژل شوي

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۸
ملي دفاع وزارت کاپیسا ولایت کې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دي.
د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ طالبان کاپیسا کې وژل شوي
ملي دفاع وزارت کاپیسا ولایت کې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د کب ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه سیمه کې چاڼیز عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه نور ټپیان او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې ۱۶ د القاعده شبکې فعال غړي او پاکستاني وګړي دي.

سرچینه وايي، عملیاتو کې د نجراب ولسوالۍ، د حاجیانو، خلیفه ګانو، ذاکرخیلو، بداخیلو او دره افغانیه سیمې له طالبانو څخه پاکې شوې دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې لا هم په سیمه کې عملیات دوام لري، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وزارت په کاپيسا کې له طالبانو سره د القاعده شبکې د غړو وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې خپلو سیمه ییزو قومندانانو ته امر وکړو چې نور به بهرنیو جنګیاليو ته خپلو لیکو کې ځای نه ورکوي.

طالبان وايي له دغه ډلې سره یې اړیکې پرېکړې، خو، افغان حکوکمت، امریکا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، طالبان لا هم د القاعده شبکې سره ټینګې اړیکې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي