ملي دفاع وزارت د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیال قاري ذاهدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د کب ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر طالبانو هدفي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د بغلان لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال او د ګمرک مسوول قاري ذاهدالله له دوه نورو طالبانو سره وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په دغه بریدونو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل