۰
سټارز انډ سټرایپس:

د دوحې هوکړې سولې ته لار نه ده هواره کړې، بلکې طالبان یې زړه وړ کړي

یکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې ته په اشارې وايي، دغه هوکړې د سولې لپاره نه بلکې، د طالبانو د لا زړورتیا لپاره لار هواره کړې.
د دوحې هوکړې سولې ته لار نه ده هواره کړې، بلکې طالبان یې زړه وړ کړي
سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې ته په اشارې وايي، دغه هوکړې د سولې لپاره نه بلکې، د طالبانو د لا زړورتیا لپاره لار هواره کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په یوه تحلیل کې ویلي، د دوحې هوکړې د دې پر ځای چې سولې ته لار هوا کړي، طالبان یې لا زړور او پر دې باوري کړي، چې بشپړ بري ته نېږدې شوي دي.

دغه ورځپاڼې چې د امریکا له پوځ سره تړاو لري لیکي، چې د دوحې پر تړون یو کال تېر شو، خو د دې پر ځای چې وینه تویدنه بند او جګړه پای ته ورسېږي لا تېره شوې ده.

په مطلب کې لیکل شوي، چې د دوحې له هوکړې وروسته طالبانو پر افغان ځواکونو لا زړور بریدونه پیل کړي، له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرېکړې او خبرو ته هم لېواله نه ښکاري.

ورځپاڼې ته طالب قوماندانو ویلي، چې د دوحې د موافقې معنا دا نه ده چې جګړه به دروي بلکې لا به یې پراخوي چې حکومت وپرزوي.

په ورته وخت په واشنګټن کې د سټیمسن مرکز د تحقیقاتي انستیتیوت مرستیاله الیزابیت تریلکیلد وايي، ټرمپ د افغانستان د جګړې د پا ته رسولو لپاره طالبانو ته دوه امتیازونه ورکړل.

د هغه په وینا یو دا چې ټول پوځیان به له افغانستانه باسي او په یوه داسې پروسه کې به امریکا له طالبانو سره خبرې کوي چې د افغانستان حکومت پکې هیڅ رول ونه لري څو مشروعیت یې زیانمن شي.

ده ویلي، پر دې دوو غوښتنو طالبانو له ډېره وخته ټینګار کاوه او دا دواړه چارې سبب شوې چې طالبان د دوحې موافقه د ځان لپاره وګڼي.

طالبانو د سولې په ځای له موافقې وروسته د هلمند د مرکز لشکرګاه ښار د نیولو لپاره پراخې حملې پیل کړې او د ښار شاوخوا ګڼې پوستې یې ونیولې.

ورځپاڼه د ملګروملتو پر اساس وايي چې د تېر کال په دوبي او مني کې د وړم کال په پرتله په افغانستان کې جګړې په سلو کې ۱۸ ډېرې وې.

همدارنګه فریډم سنټیمینټل څېړنیز مرکز په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري د جګړې شدت د افغانانو په منځ کې سولې ته هیلې مړاوې کړې دي.

دا مرکز همداراز وايي، په داسې حال کې چې امریکا پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له حکومت سره د شخړې د حل کولو لپاره خبرې وکړي، طالبان احساس کوي چې اړتیا نه لري چې له مقابل لوري سره معامله وکړي یا په خپلو دریځونو کې څه نا څه نرمښت راولي.

د دې مرکز د راپور له مخې، ګومان نه کېږي چې طالبان دې اوربند ومني.

ورځپاڼه د یو شمېر شنونکو په قول وايي، که امریکايي پوځیان په ټاکلې نېټه ووځي نو طالبان به جګړې ته لا زور ورکړي نو ښه دا ده چې د ځواکونو د ایستلو موده یو څه اوږده کړل شي چې د سولې د خبرو بریالیتوب ته چانس ورکړل شي.

خو طالبان بیا وايي، که امریکايي پوځیان په ټاکلې نېټه ونه وتل حملې به پرې بیل کړي.

په کندهار کې د طالبانو قوماندان مولوي غلام رسول ورځپاڼې ته ویل، که امریکایان ونه وتل، دوی به په هر ځای کې پرې حملې وکړي.

دغه طالب قوماندان زیاته کړې، نه شي ویلی چې څه به پېښ شي خو احساس کوي چې امریکا ماته کړې او موږ بریالي شوي یوو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي