۰

د لغمان لپاره د طالبانو نومول شوی والي په پېښور کې وژل شوی دی

یکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۳
راپورونه وايي، نامعلومه وسله والو کسانو له ډېورنډ کرښې پورې غاړې پېښور کې د طالبانو یو مهم غړي او والي وژلی دی.
د لغمان لپاره د طالبانو نومول شوی والي په پېښور کې وژل شوی دی
راپورونه وايي، نامعلومه وسله والو کسانو له ډېورنډ کرښې پورې غاړې پېښور کې د طالبانو یو مهم غړي او والي وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، وژل شوی کس عبدالهادي پشه يي وال نومېږي او د افغانستان د لغمان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي وو.

د پاکستاني رسنیو د معلومانو پر اساس عبدالهادي پشه يي وال له کوټې څخه پېښور ته خپل کور ته راغلی و، چې د بخشي پل په سیمه کې پر نامعلومه وسله والو برید کړی او وژلی یې دي.

طالبانو هم د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی وايي، عبدالهادي پشه يي وال د مردان ته د فاتحې لپاره د خپلوانو کور ته تللی و، چې د بېرته راتګ پرمهال وژل شوی دی.

د عبدالهادي پشه يي وال د وژنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو طالبانو ویلي کېدای شي دا د داعش کار وي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي، دا په تېرو پنځو اونیو کې د طالبانو دوهم مهم مشر دی، چې په خیبرپښتونخوا کې وژل کېږي.

تر دې وړاندې د طالبانو قوماندان عبدالصمد (ملا تور) د جنورۍ په لومړیو کې په پېښور کې هغه مهال و وژل شو چې له فاتحې وروسته له یوه جومات څخه راووت.

ډیلي ټایمز ویلي دا یوازې عبدالهادي پشه يي وال او قوماندان ملا تور نه دي چې وژل شوي بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ طالب مشران د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۷ په اپریل کې نامعلومو وسله والو پېښور ته نژدې د طالبانو یو مشر وواژه، د ۲۰۱۵ په جون کې یې د نورستان لپاره د دې ډلې نومول شوی والي مولوي میراحمد ګل هاشمي وواژه.

همداراز مولوي عبدالرقیب، چې د سولې پلوي یې کوله  د ۲۰۱۴ په فبرورۍ کې و وژل شو، په ۲۰۱۳ کې د سراج الدین حقاني ورور نصرالدین حقاني ووژل شو.

د طالبانو موسس او لومړنی مشر ملامحمد عمر اخوند هم په پاکستان کې په نامعلوم علت مړ شو او همدا رنګه د دې ډلې دویم مشر ملا اختر محمد منصور هم په بلوچستان کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي