۰

ولسمشرغني د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر سوله خبرې کړې دي

شنبی ۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشرغني د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر سوله خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ناټو سفیرانو تر منځ لیدنه پرون جمعه د کب ۸ مه په چهارچینو ماڼۍ کې شوې، چې ولسمشر مرستیالانو او د چارو ادارې لوی رییس هم په کې ګډون درلود.
 
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه ناسته کې ښاغلي غني د سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو، رامنځ ته شویو فرصتونو، د امریکا له خوا د دوحې هوکړې د بیا ارزولو او ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي غني د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو میړانې وستایلې او په هېواد کې یې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو او تل پاتې اوربند او سولې ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر غني یو ځل بیا ژمنه کړې، چې افغان حکومت د ښې حکومتولۍ او فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی او له دې مننه کوي، چې ناټو د افغانستان د تېرو دوه لسیزو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر ساتنه ټینګار لري.

دغه ناسته کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني هم هم خبرې کړې او د سولې پروسه کې یې د ښځو پر رول او تېرو دوه لسیزو پر لاس ته راوڼو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، د سولې پروسه کې نباید د ښځو د حقونو په برخه کې د دوه لسیزو لاس ته راوڼې قرباني شي او په وینا یې ډېر ژر به د سولې په چارو کې د ښځو عالي شورا په خپل کار پیل وکړي.

د ارګ خبرپانه وايي، په پای کې د ناټو غړو هېوادونو سفیرانو یو ځل بیا د افغان سولې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او دغه راز د جمهوریت او تېرو دوه لسیزو لاس ته راوړنو ملاتړ اعلان کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي