۰

اروپايي ټولنه: د اوربند په اړه مو دریځ ښکاره دی

شنبی ۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
اروپايي ټولنې د سرتېري ورځې په ویاړ یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو غاړو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنه: د اوربند په اړه مو دریځ ښکاره دی
اروپايي ټولنې د سرتېري ورځې په ویاړ یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو غاړو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د دغه ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اوربند په اړه د اروپايي ټولنې دریځ روښانه دي.

ښاغلي کوبیا پر خپل ټوېټر د ماسک یو عکس خپور کړی چې په پښتو ژبه پرې د «اوربند» کلیمه لیکل شوې.

رولانډ کوبیا له همدې عکس سره لیکلي چې اروپايي ټولنه خپل دریځ نه پټوي.

د هغه په وینا دا ماسک چې پرې اوربند لیکلی شوی دی باید ټولو خلکو ته وویشل شي، څو له کورونا او هم له روان جګړې سره مبارزه وشي.

د رولانډ کوبیا په وینا چې دا به د اوربند لپاره یوه ټولپوښتنه وي.

اروپايي ټولنه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوحه کې یو ځل بیا د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې او ځينې سرچینې وايي، افغان لوري طالبانو ته لومړی د اوربند موضوع ور وړاندې کړې ده.

خو طالبانو ویلي، چې تر اوسه خبرې دومره مخکې نه دي تللي، چې د اوربند په اړه له افغان مرکچي پلاوی سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي