ملي دفاع وزارت وايي، غزني کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د کب ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ په کمکۍ ارزو او لویه ارزو سیمو کې عملیات تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په عملیاتو کې د طالبانو یو موټر بم، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل