۰

هرات کې موټر بم برید: لسو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې موټر بم ځانمرګي برید ۱۰ ولسي پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هرات کې موټر بم برید: لسو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې موټر بم ځانمرګي برید ۱۰ ولسي پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د کب ۷ مه د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په قدوس آباد سیمه کې رامنځ ته شوی دی.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي د برید د پخلي تر څنګ ویلي، طالبانو په دغه موټر بم برید کې درې سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا له برید وروسته نښته هم رامنځ ته شوې او سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

د هرات والي زیاته کړې، چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو جزیات یې ورنه کړل.

په ورته وخت د هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او څلور تنه تپيان دي، چې ټپیان روغتون ته رارسول شوي او مړي هم په لار دي.

والي وايي برید طالبانو کړی، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي