۰

د کندهار د اقتصاد رییس د فساد په تور څارنوالي ته معرفي شو

پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د اقتصاد د رییس ګل محمد ارین څارنوالۍ ته د معرفي کېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د اقتصاد رییس د فساد په تور څارنوالي ته معرفي شو
د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د اقتصاد د رییس ګل محمد ارین څارنوالۍ ته د معرفي کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دغه دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اقتصاد رییس ګل محمد آرین د کندهار والي روح الله خانزاده له خوا څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ارین د اداري فساد، وظیفوي غفلت او وظیفوي تداخل په تور څارنوالي ته معرفي کړل شوی دی.

والي ویلي، د اقتصاد رییس یې ځکه څارنوالۍ ته معرفي کړی، چې د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.
 
د والي دفتر له خلکو غوښتي، چې که د اقتصاد د رییس او یا هم نورو ټولو مسوولینو د فساد په اړه اسناد او شواهد لري د ولایت له مقام سره یې د شریک کړي.

د کندهار والي ټینګار کړي، چې د فساد سره مبارزه یې د کاري لومړیتونو څخه ده او خبرداری یې ورکړی هر څوک چې د خلکو حقونو تر پښو لاندې کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې وروپېژني.

جمهورخبري آژانس:کندهار

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي