۰
د امریکا د سنا جرګې د پوځي کمېټې رییس:

امریکايي ځواکونه به له مۍ میاشت وروسته هم افغانستان کې پاتې وي

پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۰
امریکايي ځواکونه به له مۍ میاشت وروسته هم افغانستان کې پاتې وي
د امریکا د سنا جرګې د پوځي کمېټې مشر جاک ریډ ویلي، په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو حضور تر مۍ میاشتې وروسته هم دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لنډمهاله حضور باید تمدید کړی شي.
د امریکا او  طالبانو د شوې هوکړې له مخې باید امریکايي ځواکونه د مۍ تر پای پورې افغانستان پرېږدي، خو سناتور جاک ریډ ټینګار کړي، چې له مۍ وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور اړین دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر ده وړاندې د امریکا د کانګرس د جمهوريپال ګوند مخکښ سناتور مایکل مک کال ویلي و، امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، ولسمشر بایډن ته په کار ده، چې افغانستان کې د پوځیانو حضور ته دوام ورکړي او پرېنږدي، چې طالبان بیا پر دې هېواد واکمن شي.

د کانګریس غړي وايي، دوی هیله لرله چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، تشدد به کم کړي او د افغانستان له حکومت سره به په حقیقي معنا خبرې پیل کړي.

خو په وینا یې دې ډلې دا درې واړه شرطونه پوره کړي نه دي او په دې فکر کې دي چې امریکايي پوځیان و وځي او دوی په زور کابل او نور ښارونه ونیسي.

سناتورانو ویلي، طالبان باید په هېڅ صورت پرې نه ښودل شي چې په زور افغانستان ونیسي او هغه بریاوې له خاورو سره خاورې کړي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د سلګونو ملیارد ډالرو پانګونې او د زرګونو پوځیانو د وینو په بدل کې د افغانستان په برخه شوي دي.

امریکايي سناتوران دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د بایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره وايي، دوی به له طالبانو سره د دوحې تړون له سره و ارزوي.

د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې امریکا به په بېړه له افغانستان څخه ځواکونه ونه باسي او په دې برخه کې هره پرېکړه به له ناټو او خپلو شریکانو سره په ګډه کوي.

تازه د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه او د دې وضعیت د بدلولو لپاره د افغان لوري په ګډون له ټولو ملګرو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او د داسې لارې پلټل روان دي چې وکړی شي د ټولو لورو امنیت خوندي کړي.

دی وايي، د امریکا د دفاع وزارت هم د بایډن له لارښوونې سره سم پر خپلو ټولو پلانونو او احتمالي اقداماتو کار روان کړی دی او تر دقیقو او هر اړخیزو ارزونو وروسته به د امریکا حکومت د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي