۰
مایکل اوهالن:

له طالبانو سره شوې هوکړه ناقصه ده، ښايي تعدیلات په کې راشي

پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۹
د امریکا د بروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر مایکل اوهالن وايي، ښايي امریکا د دوحې په هوکړه کې تعدیلات راولي او مواد یې بدل کړي.
له طالبانو سره شوې هوکړه ناقصه ده، ښايي تعدیلات په کې راشي
د امریکا د بروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر مایکل اوهالن وايي، ښايي امریکا د دوحې په هوکړه کې تعدیلات راولي او مواد یې بدل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوهالن په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اوسنۍ هوکړه ناقصه ده او طالبانو یې هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې بین الافغاني مذاکرات، د تاوتریخوالي کموالی او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول د دغه هوکړې مهم موارد وو، چې تر ډېره نه دي عملي شوي.

دی وايي، طالبان له افغان حکومت سره په خبرو کې هېڅ راز نرمښت نه ښي او همدا راز عملا یې جګړې ډېرې کړې دي او د سولې خبرې سړې پر مخ روانې دي.

مایکل اوهالن ویلي، همدې مواردو ته په کتو امریکايي حکومت ښايي دا هوکړه تعدیل کړي او یا یې په بشپړه توګه منحل کړي، ځکه ګټې یې یوازې طالبانو ته دي او جګړې یې نه دي کمې کړې.

د امریکا د بروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا دفاع او د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت سلاکار هم ویلي و، چې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړي او دوی له ورسره شوی تړون له سره و ارزوي.

وړمه ورځ د سپینې ماڼۍ او امریکا د دفاع وزارت ویاندویانو ویلي، امریکا بین الافغاني مذاکرات په جدي توګه څاري او دغه راز له طالبانو سره د ټرمپ شوې هوکړه هم تر ارزونې لاندې ده.

ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼې د ویاندې جن ساکي له قوله ویلي، واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه څاري.

نوموړې زیاته کړې، امریکا په دې باور ده، چې طالبانو د تېر کال پر کړې هوکړه عمل نه دی کړی او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، پر همدې اساس له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې.

جان ساکی له جزیاتو پرته زیاته کړې، چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوي او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی.

د هغه په وینا پنټاګون شوې هوکړه په جدي توګه ارزوي او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایي اړینې پرېکړي ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي