۰
یوسف کالا د افغان جګړې ښکېلو خواوو ته!

فرصت مه ضایع کوی له نړیوالو تجربو د جګړې د پای لپاره کار واخلۍ

چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۴
د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږي.
فرصت مه ضایع کوی له نړیوالو تجربو د جګړې د پای لپاره کار واخلۍ
د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کالا په یوه مرکه کې ویلي، دواړه لوري باید د سولې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او له نړیوالو تجربو په ګټنې دې د جګړې د ختمولو لپاره کار واخلي.

دی وايي، په وروستیو میاشتو کې یې کابل او دوحې ته ګڼ سفرونه کړي دي او هڅه یې کړې ده چې دواړه لوري د جګړو ختمولو ته تیار کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې نرمښت وښيي او په خپل هېواد کې روانه خونړۍ جګړه د مذاکراتو پر مټ ختمه کړي.

هغه دا هم ویلي، چې اندونیزیا به په افغانستان کې د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او له دواړو لورو سره به بیا بیا لیده کاته ولري څو وکړی شي په دې مهمه مسئله کې مثبت رول ولوبوي.

د اندونیزا پخواني مرستیال ولسمشر ټینګار کړي، چې هېواد یې بیا هم کوښښ کوي، له دیني علماوو او دواړو لورو له مشرانو سره پر افغان سوله بیا هم لیده کاته او خبرې اترې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي